د عامې روغتیا وزیر د روسیې له یو شمېر تخصصي روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي روسیې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د سرطاني ناروغيو د تشخیص او درملنې روغتون، د ولادي او نسایي ناروغیو او نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې او درملنې روغتون، د سرطاني ناروغیو د درملو په برخه کې د څېړنو او نوښتونو له مرکز او د پېښو پر وړاندې د مبارزې او بېړنیو روغتیايي حالاتو د مدیریت له مرکزونو څخه لیدنې وکړې.
د دغو لیدنو پر مهال د روسیې روغتیايي سکتور د پرمختللو طبي ټکنالوژیو، د سرطان د تشخیص او درملنې نويو لارو چارو، د سرطاني ناروغیو د درملو په برخه کې د څېړنو او نوښتونو او د بېړنیو روغتیايي حالاتو د مدیریت سیستمونو په اړه معلومات ترلاسه شول.
همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي تجربو او معلوماتو د تبادلې، د عصري طبي ټکنالوژۍ د کارونې، د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې او د روغتیا په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې او بحثونه ترسره شول.
