د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان او پولیو له منځه وړلو له مسؤلینو سره پر لیکه مجلس تر سره کړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۸:۵۴
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان له حوزوي مشرې اغلې حنان البلخي ، د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ښاغلي ایډوین سینیزا سلاوډر او د ختیځې مدیترانې حوزې د پولیو له منځه وړلو مسؤول ډاکټر حامد جعفري سره پر لیکه مجلس تر سره کړ

په دې مجلس کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیايي خدماتو د پراختیا ، د روغتیایي پرسونل ارتقاء ظرفیت ، په لرې پرتو سپینو سیمو کې د روغتیایي خدماتو برابرولو او د ساري ناروغیو د مخنیوي څخه یادونه تر سره کړه ، ښاغلي وزیر د عاجلو او لنډ مهالو مرستو تر څنګ د انکشافي او پایښت لرونکو مرستو پر اړتیا او څرنګوالي مفصلې خبرې تر سره کړې او دا یې د روغتیایي سیستم د پرمختګ لپاره اړینې وګڼلې ، بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې مشرې اغلې بلخي د افغانستان د روغتیايي سیستم سره د نړیوالو مرستو د را جلبولو تر څنګ پر دوامدارو او بنیادي کړنو ټینګار وکړ ، د نوموړې په وینا د افغانستان د روغتیايي سیستم د لا ښه والي په موخه باید لا زیات کار وشي ، او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون د نیمه پاتې ودانۍ د جوړولو چارې بیا پیل شوې

په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون مسئولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

BACK TO NEWS