د عامې روغتیا وزیر د میکروب ضد درملو پر وړاندې مقاومت تر سرلیک لاندې د وزیرانو څلورمې ناسته کې د ګډون په موخه د سعودي هیواد جدې ښار ته ورسېد
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلی مولوي نورجلال جلالي د میکروب ضد درملو پر وړاندې مقاومت تر سرلیک لاندې د وزیرانو څلورمې ناسته کې د ګډون په موخه د سعودي هیواد جدې ښار ته ورسېد
ښاغلی وزیر به د دې سفر پر مهال د Anti microbial resistance اړوند د وزیرانو څلورمه ناسته کې ګډون وکړي ، چې په جریان کې به یې د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت کموالي ، مؤثرې استفادې او په ګډه د دې ننګونې څخه د وتلو په موخه بحث تر سره کیږي.
د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هیواد ټولو وګړو ته معیاري ، مؤثر او عادلانه روغتیايي خدمات وړاندې کړي چې په همدې موخه د څیړنو او علمي نظرونو سره مل په نړیواله کچه د روغتیایي خدماتو د معیاري کولو هڅې یې ګړندۍ کړي دي.
