د عامې روغتیا وزیر د نیمروز له والي سره ولیدل
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د نیمروز له والي، شیخ محمد قاسم خالد سره د دې ولایت لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو او د روغتیا په برخه کې د موجوده ستونزو د حل په موخه ولیدل
په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو رسول د دې وزارت دنده وبلله او د روغتیا په برخه کې یې د موجوده ستونزو د حل په موخه د لازمو اقداماتو د ترسره کېدو ډاډ ورکړ.