د عامې روغتیا وزیر د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۶:۱۱
MOPH

په دې لیدنه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال الحاج شيخ عبدالبر چې د روزنتونو رئیس یې هم ملتیا کوله په روزنتونونو کې د کوچنیانو لپاره د روغتیايي خدمتونو برابرېدو او لا پراخېدو په تړاو خبرې تر سره کړې

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، نورجلال جلالي روزنتونونو کې د روغتیايي خدمتونو په پراخېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د هېواد اړمنو او مظلومو بچیو لپاره به په روغتیايي مراکزو کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي، جلالي وویل د دې چارې لپاره به مرکزي او ولایتي مسئولینو ته سپارښتنه وکړي تر څو د روزنتونونو کوچنیانو لپاره روغتیايي خدمات پراخ او ځانګړې پاملرنه ورته وکړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۵
Background image

دایکندي ولایت کې امیرالمؤمنین روغتون ته د ۱.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د فیزیوتراپي او ارتوپیدي اړوند ۵۳ قلمه توکي ورکړل شوه

دا مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د دایکندي ولایت امیرالمؤمنین روغتون سره شوې ده، چې ویلچرونه او د فیزیوتراپي او ارتوپیدي اړوند وسایل په کې شامل دي.

د دې مرستې موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۷
Background image

د هوا ککړتیا د مخنیوي او کمولو په موخه په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو او مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو او مرکزونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۴۹
Background image

د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صديقي په مشرۍ د شفانو شورا غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت د اکمال تخصص لوی رئیس‌ ډاکټر نثار احمد نيازي، اړوندو مسؤلینو او د مرکزي روغتونونو د شفانو شورا غړو ګډون کړی و، د يو شمېر متخصصینو د ترفيع، د شفانو. . .

BACK TO NEWS