د عامې روغتیا وزیر د کونړ د شېګل ولسوالۍ د لچي سیمې روغتیايي مرکز ته مجهز امبولانس وسپاره
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د شېګل ولسوالۍ د لچي سیمې له قومي مخورو سره ليدنه تر سره او د يادې سیمې روغتيايي مرکز ته يې يو عراده مجهز امبولانس وسپاره
په دې لیدنه کې قومي مخورو د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د ترسره شویو پرمختګونو له امله خوښي څرګنده او د روغتیايي خدمتونو لا ښه والي په موخه یې خپلې غوښتنې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې.
د عامې روغتيا وزير د قومي مخورو غوښتنې واورېدې د پاملرنې ډاډ یې څرګند او د لچي سیمې روغتیايي مرکز ته یې یو عراده مجهز امبولانس وسپاره؛ څو د سیمې اوسېدونکي په بېړنیو حالاتو کې روغتیايي خدمتونو ته اسانه لاسرسی ولري.
