د عامې روغتیا وزیر د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د کچې روغتون څخه لیدنه تر سره کړه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت پیج درې اړوند د ماڼوګي ولسوالۍ د کچې روغتون څخه لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي چې د کونړ د عامې روغتیا رئیس قاري مظفر خان مخلص هم شتون درلود، د پیج درې، ماڼوګي ولسوالۍ روغتون بېلا بېلې څانګې له نږدې ولیدې.
ښاغلي نور جلال جلالي د یادې لیدنې پرمهال د شته نیمګړتیاوو حل په موخه روغتیایي کارکوونکو او مسئولینو ته لازمې سپارښتنې ترسره کړې او هم یې د معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کېدو تاکید وکړ.
ورته مهال ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي د یادې ولسوالۍ مشرانو سره ناسته ترسره کړه او د هغوۍ د روغتیایي وړاندیزونو او غوښتنو تر اورېدو وروسته یې یو شمېر برخو کې د د حل ډاډ څرګند کړ.