د عامې روغتیا وزیر د یو شمیر متخصصینو سره وکتل

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۹:۵۹
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د کابل د تخصصي او ثالثي روغتونو له یو شمیر ټرینر متخصصینو سره لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې د ټرینر متخصصینو استازو ښاغلي وزیر ته ډاډ ورکړ چې په پوره صداقت به خپلو چارو ته ادامه ورکوي او د شته ستونزو د حل په موخه د همکارۍ غوښتونکي شو ، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د نوموړو استادانو تر سره کړي خدمتونه وستایل او د لا ښه خدمت سپارښتنې یې ورته تر سره کړې ، ښاغلي وزیر علمي کادرونه د هیواد سرمایه یاده کړه او ورسره په ټولو هغه برخو کې چې اړتیا ده روغتیايي سیستم ته پرمختګ نصیب کړي د همکارۍ وعده وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۲
Background image

د بلخ لپاره د ۴۵۶ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ار ایچ ډي او (RHDO) مؤسسې سره د (۴۵۶۱۳۶) څلور سوه شپږ پنځوس زره یو سل شپږ دېرش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۰
Background image

د کابل ښار په استاد عبدالحق بېتاب لېسه کې د څه باندې ۸۰۰ زده‌ کوونکو په شتون کې د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د ننګرهار سلطانپور روغتیايي مرکز ته د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت مرستې وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ سلطانپور روغتیایي مرکز سره د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت د یو شمېر اړینو توکو، درملو او وسایلو مرسته وشوه

دغه مرسته چې د مومن ګروپ کمپنۍ له لورې شوې، د یو. . .

BACK TO NEWS