د عامې روغتیا وزیر د یو شمیر متخصصینو سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د کابل د تخصصي او ثالثي روغتونو له یو شمیر ټرینر متخصصینو سره لیدنه تر سره کړه
په دې لیدنه کې د ټرینر متخصصینو استازو ښاغلي وزیر ته ډاډ ورکړ چې په پوره صداقت به خپلو چارو ته ادامه ورکوي او د شته ستونزو د حل په موخه د همکارۍ غوښتونکي شو ، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د نوموړو استادانو تر سره کړي خدمتونه وستایل او د لا ښه خدمت سپارښتنې یې ورته تر سره کړې ، ښاغلي وزیر علمي کادرونه د هیواد سرمایه یاده کړه او ورسره په ټولو هغه برخو کې چې اړتیا ده روغتیايي سیستم ته پرمختګ نصیب کړي د همکارۍ وعده وکړه.