د عامې روغتیا وزیر غزني ولایت ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت له والي سره ناسته تر سره کړه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي غزني ولایت ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت له والي حافظ محمد امین عمري سره ناسته ترسره کړه
په دغه ناسته کې، چې د غزني مرستیال والي او د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد زرک ځیرک هم شتون درلود، د عامې روغتیا وزیر په مشرۍ مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په دې ولایت کې د نویو روغتونونو جوړېدو، لویو لارو کې د ترافیکي پېښو لپاره د درملو او اړینو طبي توکو برابرېدو او د روغتیایي کارکوونکو د تشکیل زیاتېدو برخو کې غوښتنې وشوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي غزني ولایت ته د خپل سفر موخه، چې په یاد ولایت کې د روغتیایي خدمتونو ارزول دي شریکه او په وینا یې چې امکاناتو ته په کتو به یادو برخو کې شویو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.