د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په جوزجان کې د نویو زېږېدلو ماشومانو څانګه او روغتیايي مرکز پرانیستل
د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې په ولایتي روغتون کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د درملنې څانګه او د اندخوي ولسوالۍ د لویې لارې روغتیايي مرکز پرانیسته وکړه
د عامې روغتیا وزیر وویل، د روغتیايي خدمتونو پراخول د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کېږي، چې په لرو پرتو سیمو کې خلکو ته د درملنې مناسب شرایط برابر شي.
هغه زیاته کړه، چې د یادو مرکزونو فعالېدل به د ناروغانو د ستونزو په کمولو کې مهم رول ولري.
د یادونې وړ ده، عامې روغتیا وزارت به په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو ښه والي، د نویو مرکزونو پرانیستلو او د اړینو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي؛ تر څو خلکو ته په کور دننه معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.
