د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان له مشر سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۹:۳۳
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان له مشر کوابینا اسانتي سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د مرستو په غوره مدیریت ، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا ، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو په مؤثریت او ثابت مراکزو بدلولو ، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مطابق د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو او د لمړیتوبونو په اساس د خدماتو تر سره کولو اړوند خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیايي خدماتو د لا مؤثریت او مثمریت په موخه د خپلې وینا په ترڅ کې د ګرځنده ټیمونو په ثابت بدلولو ، د عامې روغتیا وزارت د ملي پالیسۍ مطابق خدماتو تر سره کولو او د نړیوالو له لوري د شته مرستو په غوره مدیریت تاکید وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۴:۹
Background image

کابل ښار کې د یو شمیر پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

د روژې مبارکې میاشتې نظارتي پلان له مخې د عامې روغتیا وزارت خوړو او درملو معینیت ګډ ټیم د کابل په یو شمېر ناحیو کې د خوراکي توکو له ۱۴۰ عمده پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړی.

یاد نظارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار، هرات، سرپل او پروان ولایتونو کې د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې د جلال اباد ښار اړوند لومړۍ ناحیه کې خوراکي توکو پلورنځیو څخه ۱۵۰ کېلو ګرامه، د هرات درېیمې ناحیې اړوند بکرآباد سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۱:۳۵
Background image

زابل او غزني ولایتونو کې د یو شمیر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه لیدنه تر سره شوه

د عامې روغتیا وزارت خصوصي سکټور د همغږۍ او تنظیم رئیس، ډاکټر احمد خندان او مل ټیم یې غزني او زابل ته د سفر پر مهال د روغتیايي مرکزونو معیاري کولو او د خدماتو کیفیت لوړولو په موخه له یو. . .

BACK TO NEWS