د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د جاپان هیواد له سفیر سره وکتل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۵:۱۶
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جاپان هیواد له سفیر، ښاغلي کورومیا تاکایوشي سره وکتل.

په دې لیدنه کې په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د مرستې په ځانګړي ډول د روږدو ناروغانو د درملنې، واکسین، ساري ناروغیو د کنټرول او د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیايي برخه کې د لا دوامداره همکاریو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد همکاري اړینه وبلله او په دې برخه کې یې د یاد هېواد په همکارۍ ټینګار وکړ.

له بل لوري د جاپان هېواد سفیر د روغتیا په برخه کې پر خپلو دوامداره همکاریو ټینګار ته په اشارې د روږدو د درملنې، واکسین او ساري ناروغیو د کنټرول برخه کې د بشپړې همکارۍ او مرستې ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، موږ ژمن یو، په نږدې راتلونکي کې په یادو برخو کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS