د عامې روغتیا وزیر په سمنګان کې د ۵۰ بستریزې نسایي ولادي څانګې پرانیسته وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
MOPH

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي ۵۰ بستریزې څانګې پرانیسته وکړه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي، د سمنګان والي ښاغلي ملا محمد شعیب رسالت، د یو شمېر نورو ولایتي ادارو مسؤلینو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي  وویل: د روغتیايي خدمتونو پراخول د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کېږي په کور دننه هېوادوالو ته د معیاري خدمتونو زمینه برابره شي؛ تر څود درملنې په موخه بهرنیو هېوادونو ته له تګ خلاص شي.

 ښاغلي وزير زیاته کړه، چې د دې څانګې فعالېدل به د میندو او ماشومانو د روغتیا په ښه والي کې مهم رول ولري.

د یادونې وړ ده، چې د يادې څانګې په فعالېدو سره به ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي خدماتو ظرفیت لوړ او د ناروغانو د درملنې بهیر به لا ښه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۲
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د انټرساس (INTERSOS) مؤسسې له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې د یادې مؤسسې له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو پر څرنګوالي، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي او د موازي پروژو په اړوندو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.

د عامې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۳
Background image

د وینې مرکزي بانک له لوري د وینې راټولولو او عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره کېږي

د عامې روغتیا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري هره ورځ د کابل ښار په پل خشتي او کوت سنګي سیمو کې د خوندي وینې راټولولو او عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره کېږي.

د وینې مرکزي بانک له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۸:۵۴
Background image

د تخصصي او ثالثي روغتونونو د عامه اړیکو استازو ته روزنیزه دوره ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري د تخصصي او ثالثي روغتونونو د عامه اړیکو استازو لپاره د راپور لیکنې، عامه اړیکو او رسنيزه برخه کې یوه ورځنۍ روزنیزه. . .

BACK TO NEWS