د غزني ولایت عامې روغتیا ریاست د دې ولایت مرکز کې له یو شمېر خصوصي سکتور څارنه ترسره کړې
د غزنې عامې روغتیا ریاست اړوند د روغتیایي قوانینو تطبیق څخه د څار کمېټې د دې ولایت مرکز کې د پنځلس بابه خصوصي کتنځایونو، اووه بابه د غاښونو او یولس بابه درملتونو څخه څارنه ترسره کړې چې پرمهال یې یو باب د ډاکټر کتنځای تړلی او د پنځه بابه کتنځایونو غیر رسمي لوحې چې جوازونه یې نورو ولایتونو پورې مربوط وو محوه کړې او ورته یې سپارښتنه وکړه چې روغتیایي خدمات یوه اوونۍ کې د عامې روغتیا وزارت له اصولو سره برابر کړي.