د غزني ولایت په حکیم سنایي عالي لېسه کې څه باندې ۷۰۰ زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۵۱
moph

یاد پروګرام چې د غزني عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون او عامه پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، په کې ګډونوالو ته د پوهاوي اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو رول، د روږدیتوب مخنیوي ارزښت، د روږدیتوب لاملونو، د نشه یي توکو مخنیوي برخه کې د کورنیو او ملګرو رول، د ټولنیز لید له مخې د خطرونو پر وړاندې د مبارزې لارو چارو او پر ټولنه باندې د روږدیتوب د منفي او ناوړه اغېزو په اړه معلومات وړاندې شول.

همدارنګه، د یادې لېسې مسؤلینو او استادانو د دغه ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د نشه‌ يي توکو مخنیوي برخه کې اغېزمن وبلل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۵۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس په پکتیکا کې د روغتیايي خدمتونو نظارت وکړ

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي او مل تخنیکي ټیم د پکتیکا ولایت په دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون دريم فصل، څلورويشتمه ماده پنځمه فقره

که د درملو توریدوونکی شرکت افغانستان ته له مخكني مهالوېش سره سم د هغو ارفان درملو په واردولو اقدام ونه کړي چې د عامې روغتيا وزارت له خوا ورته د توريد سپارښتنه شوې وي، د دې قانون له. . .

BACK TO NEWS