د غزني ولایت یو شمېر روغتیايي مرکزونو ته د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت نقلیه او طبي وسایل ورکړل شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۴
moph

د غزني ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري یو شمېر روغتیايي مرکزونو ته ۷ عرادې امبولانسونه، د واکسیناتورانو لپاره ۳۳ عرادې موټر سایکلونه، الټراسونډ ماشینونه، ولایتي روغتون ته یو اکسیجن پلانټ دستګاه او یو شمېر نور مهم طبي وسایل د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې په کې د غزني مرستیال والي، د عامې روغتیا رئیس، روغتیايي مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی و وسپارل شول.

ذکر شوي امبولانسونه، موټرسایکلونه او طبي توکي د غزني ولایتي روغتون، اندړ، قره باغ، خوګیاڼو، اجرستان، روږدو ناروغانو درملنې ۵۰ بستریز او ۲۰ بستریزو روغتونونو ته وسپارل شول او اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې، چې د اړتیا پر مهال ترې سالمه استفاده وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۴
Background image

په تخار ولایت کې د لومړي ځل لپاره د جدي پاملرنې لس بستریز څانګه پرانیستل کېږي

نن ورځ به په لومړي ځل تخار ولایت کې د جدي پاملرنو "ICU" لس بستره څانګې پرانسته وشي؛ پر دغه څانګه نږدې ۳۱ میلونه افغانۍ لګښت شوی چې له دې وړاندې ناروغان یې نورو ولایتونو ته وړل کېدل.

ډا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۳۱
Background image

د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو مخنیوي ټیم له لوري د بایزید روښان پوهنتون زده کړيالانو ته د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

د دې غونډې اساسي موخه د زده کړیالانو د پوهاوي کچې لوړول وو؛ تر څو هغوی د نشه‌ يي توکو له خطرونو او ناوړه پایلو څخه خبر او د دې زیانمنې پدیدې د خپرېدو مخنیوي لپاره اغېزمنې لارې چارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۲۷
Background image

د اعلان شویو روغتیايي بستونو د ازموینې د شفاف بهیر په اړه آنلاین ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د هېواد د مرکزي، شمال، شمال ختیځ، ختیځ، سوېل ختیځ، لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زونونو له روغتیايي مسؤلینو سره د. . .

BACK TO NEWS