د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالیو روغتونونو کې د دوو ټراما سنټرونو پرانيسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
دغه ټراما سنټرونه د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ تجهیز شوي او د هر مرکز لپاره د ۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت طبي وسایل او تجهیزات برابر شوي دي او د جوړېدو موخه يې د بېړنیو او معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، د پېښو ټپیانو ته پر وخت او چټکه رسېدنهاو لرې پرتو روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو د لېږد اړتیا کمول دي.
د غور عامې روغتیا رئیس، شیخ مولوي عبدالواحد حماس د یونیسف ادارې له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د تجهیزاتو پر اغېزمنې استفادې، د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو او ناروغانو ته پر وخت رسېدنې ټینګار وکړ.
نوموړي د دغو ټراما سنټرونو پرانیسته د بېړنیو روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ښه والي په برخه کې يې د لعل او سرجنګل ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره مهم ګام وباله.
