د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د ظرفیت لوړونې او پوهاوي پروګرام ترسره شو.

په یاد پروګرام کې د سالمو خوړو او پاکو اوبو رول د تمرکز زیاتوالي، د حافظې پیاوړتیا، د ذهني فعالیتونو ښه والي او د زده‌کوونکو د وړتیاوو لوړولو برخو کې په هر اړخیز ډول تشریح شو او هم د متوازنې تغذیې د اهمیت، معیاري خوړو کارولو او د بې‌ کیفیته، ناسالمو او زیانمنو خوړو د استعمال خطرونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

همدارنګه، د کارپوهانو ټیم ټینګار وکړ، چې سالمه تغذیه نه یوازې د زده‌ کوونکو د بدني روغتیا په ساتنه کې اغېزمنه ده، بلکې د درسي فعالیتونو په ښه والي، د هڅونې په زیاتوالي او د هېواد د راتلونکي نسل په سالمه وده کې هم بنسټیز رول لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۶:۲۹
Background image

د هېواد د ۳۴ ولایتونو د تغذيې مديرانو ته د حادې خوارځواکۍ مخنیوي او درملنې ملي لارښود څلور ورځنی روزنيز (ToT) ورکشاپ ترسره شو

دا لارښود چې څه موده وړاندې په رسمي بڼه خپور شو، له پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومانو او د هغوی د میندو لپاره د حادې خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې خدمتونه تر پوښښ لاندې راولي، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۶:۲۵
Background image

د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون سره د شاوخوا یو میلیون افغانیو په ارزښت د اړتیا وړ درملو، تجهيزاتو او اړينو توکو مرسته وشوه

دغه مرسته د غزني عامې روغتيا رياست په هڅو د (UNODC) په مالي ملاتړ شوې، چې موخه یې د روغتون د ورځنیو خدمتونو پیاوړتیا، د درملنې چاپېریال ښه والی، د اړتیا وړ تجهیزاتو او توکو د کمښت رفع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۳۲
Background image

د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالیو روغتونونو کې د دوو ټراما سنټرونو پرانيسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

دغه ټراما سنټرونه د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ تجهیز شوي او د هر مرکز لپاره د ۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت طبي وسایل او تجهیزات برابر شوي دي او د جوړېدو موخه يې د بېړنیو او معیاري. . .

BACK TO NEWS