د فاریاب ولایت د لولاش ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۳۱
moph

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو کارونه په ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت هم کوو.

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، نو د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به د روغتون د جوړېدو چارې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو د جوړولو پلان لري، چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS