د فراه ولایتي روغتون کې د HIV ساري ناروغۍ د مرکز جوړېدو ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۱۵
MOPH

دغه مرکز چې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، د نږدې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي، بنسټ ډبره یې د فراه عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدولي احمدزي، یو شمېر روغتیايي مسؤلینو او کارکوونکو په شتون کې کېښودل شوه.

یاد مرکز د فراه ولایتي روغتون په محوطه کې جوړېږي چې له بشپړېدو وروسته به مراجعینو ته د HIV ناروغۍ د مخنیوي، تشخیص، پاملرنې او درملنې برخو کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د فراه عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز جوړېدل د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا برخه کې مهم ګام وباله او د رغنیزو چارو پر چټکتیا او د جوړولو پر مهال یې د اړینو معیارونو پر رعایت ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د دویمې ربعې د فعالیتونو او کړنو د ارزونې غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د روان کال د دویمې ربعې د فعالیتونو او کړنو د ارزونې غونډه، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د یاد معینیت د رئیسانو، مشاورينو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۸:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د قزاقستان هېواد د کونسګ ټکنالوژۍ شرکت له استازي سره لیدنه تر سره کړه

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د دغه وزارت د یو شمېر تخنیکي او مسلکي مسئولینو په شتون کې د قزاقستان هېواد د کونسګ ټکنالوژۍ شرکت له استازي سره. . .

BACK TO NEWS