د مرکزي او ولایتي روغتونونو ۲۰ تنه نرسانو ته د جدي پاملرنو (ICU) په برخه کې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۸:۳۷
moph

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست تر چتر لاندې د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ د شیخ زاید روغتون په تالار کې د مرکزي روغتونونو ( رابعه بلخي، جمهوریت، شیخ زاید، نور، رواني روغتیا، استقلال ) او ولایتونو ( کنړ، خوست، دایکندي، نیمروز، زابل، کندهار او هلمند ) ۲۰ تنه نرسانو ته د ICU (جدي پاملرنو) برخه کې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د مجربو استادانو له لوري زده کړې ورکړل شوې او سپارښتنه ورته وشوه، چې د ورکشاپ په ترڅ کې زده کړي موضوعات دې په کاري ساحه کې پلي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ولایت په جنوب کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د نرخونو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوی، کیفیت خوندیتوب او د روغتیایي قوانینو د. . .

BACK TO NEWS