د مرکزي روغتونونو د ادارې څانګې مسؤولینو او کارکوونکو ته د بېلا بېلو کمپيوټري پراګرمونو درې ورځنې روزنیز ټريننګ ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۴۵
moph

د یاد روزنیز ټریینګ موخه د هېواد د روغتیا سکتور د اداري برخې کارکوونکو د ظرفیتونو لوړل دي، چې په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت ارتقاﺀ ظرفیت رياست له لوري د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ د مرکزي روغتونونو ۶۶ تنو اداري کارکوونکو ته د غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ کې ترسره شو.

د یادونې وړ ده، چې ورته روزنیز ټریننګونه به په راتلونکې کې د هېواد ولایتونو ته هم وغځيږي؛ تر څو په مرسته یې د روغتیا سکتور د ادارې برخې کارکوونکو ظرفیتونه لوړ او د اداري سیستم د پیاوړتیا سبب وګرځي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS