د معالجوي طب عمومي رئیس د تخصصي او ثالثي روغتونونو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۰:۵۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي په مرکز کابل کې د تخصصي او ثالثي روغتونونو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې په روغتونونو کې د غوره مدیریتي سیستم رامنځته کولو، په خالي بستونو کې د ټرینر متخصصینو ګمارلو، د ګمارنو په برخه کې د کارونو چټکتیا، په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې د ټرینرانو روزلو او د غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کولو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رئیس په روغتونونو کې د غوره مدیریتي سیستم په رامنځته کولو ټینګار وکړ او د روغتونونو له مسؤلینو یې وغوښتل، چې دې برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي؛ څو ټولو ناروغانو ته پر وخت غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.

بل لور د روغتونونو مسؤلینو د غوره مدیریتي سیستم رامنځته کولو او د چارو د لا ښه والي په برخو کې د بشپړې پاملرنې ډاډ ورکړ او د عامې روغتیا وزارت څخه د ټرینر متخصصینو ګمارلو او په دې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدوغوښتونکي شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون د نیمه پاتې ودانۍ د جوړولو چارې بیا پیل شوې

په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون مسئولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

BACK TO NEWS