د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري په تېر ۲۰۲۳ زېږدېز کال کې ترسره شوي روغتیايي فعالیتونه
۱- د ولایت په کچه ټولو روغتیايي مرکزونو ته د ۱۷۷۴۳۵۸ تنو سراپا ناروغانو مراجعه کړې، چې د روغتیايي کارکوونکو له لوري د هغوې درملنه ترسره شوې ده.
۲- د ولایت په کچه د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له لوري د ۱۵۸۸۲ تنو نسایي ولادي ناروغانو ولادتونه ترسره شوي دي.
۳- د ولایت په کچه د متخصصو ډاکټرانو له لوري ۲۷۳۱ بېلا بېل جراحي عملیاتونو ترسره شوي دي.
۴- د ولایت په کچه د ښځینه او نارینه واکسیناتورانو له لوري ۱۹٦۲۳ تنو ماشومانو او ۸۴۸۴۳ میندو ته واکسین تطبیق شوي دي.
۵- د ولایت په کچه د خورځواکۍ ښځینه مشاورینو له لوري ۷۲۱٦ تنو شدید خوارځواکو ماشومانو درملنه ترسره شوې ده.
٦- په Non BPHS برخه کې د ٦ بېلا بېلو مؤسساتو راتګ، چې له لوري یې د ۳ لکه ډالرو په لګښت روغتیايي خدمتونو ترسره شوي دي.
۷- په ټوله کې د ولایت په کچه د یو میلیارد افغانیو په لګښت روغتیايي خدمتونو ترسره شوي دي.
۸- د ولایت په کچه د وردګ امبولانس مرکز په مرسته د ۲۳۵۹ بېړنیو روغتیايي پېښو ته رسېدنه ترسره شوې ده.
۹- په ولایتي روغتون کې د متخصصو ډاکټرانو له لوري د هېموډیالیز ناروغانو درملنه ترسره شوې ده.