د میر واعظ چمن احاطوي دیوال رغولو پروژې د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د د میر واعظ چمن احاطوي دیوال رغولو پروژه چی د تړون شمیره یی(MOPH/NCB/1403/W-01) ده. د (د جبار پیمان ودانیز ، سرک جوړونې او د ودانیزو مواد تولید شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (D–21193) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (مارکیت محراب الدین قریشی سرک چهاراهی پروان سوم، مرکز کابل، کابل) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (3,631,769.75) دري میلیونه شپږ سوه یو دیرش زره اوه سوه او نهه شپته اعشاریه پنځه اویا افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۶:۱۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د انتاني روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د(انتاني روغتون د برېښنا د تأمین لپاره د ۴۰۰ KVA ظرفیت لرونکي کمپکټ سټېشن برېښنا برج د اړتیا وړ ۴۱ قلمه اجناسو او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۰:۴۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د افغان اندونیزیا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (امنیتي کمرو د نصب او کمپیوترونو) پروژې چې د ( MOPH/1405/AFIH/NCB/G01,G2) ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۱
Background image

د دواطلبۍ خبرتیا!

د مرکزي پولي کلینیک ریاست ټول په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د (13 قلمو- اکسری فلمونو) پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/CPC/NCB/1405/G002) شمېرې لرونکی ده، ګډون وکړي . . .

Back to tenders