د نشهيي توکو د زیانونو په اړه ۵۱۲ زدهکوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د کابل آغوش ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي او وقایې ټیم د الحاج جنت ګل خان تره خېل مېنې ۲ نمبر منځني ښوونځي کې ۵۱۲ زدهکوونکو ته د روږدي کېدو د مخنیوي او نشه يي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړ.
د یاد پروګرام اساسي موخه د نشهيي توکو د زیانونو په اړه د زدهکوونکو د پوهاوي کچې لوړول، له روږدي کېدو څخه د ځوانانو ژغورنه او په ټولنه کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د هغوی د رول پیاوړي کول وو.
د پروګرام پر مهال «په ژوند کې د ښه ملګري د انتخاب رول» تر شعار لاندې د سالم ملګري پر انتخاب او د نشهيي توکو په مخنیوي کې د ځوانانو پر ونډې خبرې وشوې او له زدهکوونکو وغوښتل شول، چې د خپلو ملګرو، کورنیو او ټولنو ترمنځ د عامه پوهاوي په خپرولو کې فعاله ونډه واخلي.
