د نظارت برخې مرکزي او ولایتي کارکوونکو ته د "خوړو خوندیتوب تنظیمي سیستمونو پیاوړتیا او د ملي او نړیوالو معیارونو پلي کول" تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۶:۴۸
MOPH

یاد روزنیز سیمنار د عامې روغتیا وزارت خوړو او درملو معینیت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ مرکزي او ۲۵ تنه ولایتي کارکوونکو ته د خوړو او درملو معینیت په تالار کې پیل شو، چې ګډونوالو به په کې د مجربو استادانو له لوري خوراکي تاسیسات ته د جوازونو ورکولو، د دې برخې څخه نظارت، د ازموینو په موخه د خوراکي توکو نمونې اخیستلو، د توکو په کیفیت کې د اغېزمنو فکټورونو پېژندلو او ورته نورو مهمو موضوعاتو اړوند زده کړې ترلاسه کړي.

د دغه روزنیز سیمنار په پرانیست وینا کې د خوړو او درملو خوندیتوب لوی رئیس، ډاکټر نعیم الله ایوبي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو سربېره د خوراکي توکو خوندیتوب پر اهمیت هر اړخیزه وینا ترسره او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې په پوره پاملرنې سره په یاد سیمنار کې شامل موضوعات زده او په کاري ساحه کې یې عملي کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سیمنار دویم پړاو به پاتې کسانو ته د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې پیل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۳۸
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د نري رنځ (TB) د کنټرول ملي پروګرام د بیاکتنې او ارزونې غونډه ترسره شوه

دا غونډه چې موخه یې د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام د تېرو فعالیتونو او لاسته راوړنو ارزونه، د نیمګړتیاوو او ستونزو حل، د راتلونکو پنځه کلونو لپاره د ملي ستراتیژیک پلان بیاکتنه، اصلاح او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر د WHO له مشر سره د نري رنځ د خدماتو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان له مشر، ښاغلي ايډوين سينيزا سلاوډور، د دې سازمان د مرکزي او سيمه‌ييز. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتونونو لپاره د الکترونیکي روغتیایي ریکارډ او درملنې د ثبت پر سیستم ناسته وکړه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د ناروغانو (EMR) الکترونیکي روغتیایي ریکارډ او د هیواد په ټولو روغتونو کې د توصیه کیدونکو روغتیایي. . .

BACK TO NEWS