د نظارت رییس د آغان خان تطبیق کوونکي موسسې مسئولینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۰:۲۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت، د نظارت رییس ډاکټر کریم الله حلیمي بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو ښه والي په موخه د آغان خان تطبیق کوونکي موسسې مسئولینو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د نظارت رییس د تطبیق کوونکي موسسې مسئولینو ته په یادو ولایتونو کې د نظارت شویو روغتیايي مرکزونو راپور وړاندې او ورته یې سپارښتنه وکړه چې د ستونزو پر حل غور وکړي.

په یاده ناسته کې د آغاخان تطبیق کوونکو موسسې مسئولینو ډاډ څرګند کړ، چې په یادو ولایتونو کې به د روغتیايي خدمتونو ښه والي په موخه شته ستونزو ته پر وخت رسېدګي وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۶
Background image

په کابل کې د هوا ککړتیا د کمولو په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS