د نورستان ولایت د عامې روغتیا نوی رییس معرفي او رسما يې په کار پیل وکړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۳:۳
MOPH

نوي ټاکل شوي د عامې روغتیا رئيس مفتي ( سعیدالله نعماني) د معرفت په غونډه کې د نورستان ولسونو ته ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوې دنده به په ښه ډول تر سره کوي.

د غونډې یو شمیر د ولایتي ادارو ریسانو او ګډونوالو د نورستان ولایت د عامې روغتیا پخواني رئيس مولوي ( نقیب الله نوري ) کړنې وستایلې او نوي د عامې روغتیا رئيس ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ يې د نیمګړو کارونو د بشپړیدو اولا ښه خدمت غوښتنه وکړه.

دا چې نورستان یو صعب العبور ولایت دی، د دې ولایت د اوسیدونکو همیشنې او اساسي غوښتنه د صحت سکتور پیاوړی کول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS