د نیمروز د روږدو ناروغانو د درملنې د ٥٠ بستریز روغتون له خدمتونو څخه نظارت ترسره شو
د نیمروز د عامې روغتيا رئیس، عبدالرحمن عبدالله او د روغتیا نړیوال سازمان مسئولینو له لوري د نیمروز د روږدو ناروغانو د درملنې د ٥٠ بستریز روغتون له خدمتونو څخه نظارت ترسره شو
د نیمروز د عامې روغتيا رئیس، عبدالرحمن عبدالله د روږدو ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو د ارزونې او نږدې لیدنې ترڅنګ روغتیايي کارکوونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو په اړه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.