د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۱
moph

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د مالي او حسابي، تدارکاتو او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو کارونه په ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت هم کوو.

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به د روغتون د جوړېدو چارې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو د جوړولو پلان لري، چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست ولایت کې له خصوصي روغتیایي سکتور، هوټلونو، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي کارخونو څخه نظارت ترسره شوی

یاد نظارت د خوست عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شوی، چې پایله کې یې د درملو یو عمده پلورنځی او ۲۳ درملتونونه د فارمسست نه شتون له امله وتړل شول.

همدارنګه، ۱۶۵. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۱
Background image

خوست ولایت کې ۵۰ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل، خوراکي او طبي توکي له منځه یووړل شول

یاد درمل، خوراکي او طبي توکي د خوست عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په عقرب، قوس، جدي او دلوې میاشت کې له خصوصي روغتیایي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه راټول شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۴۲
Background image

تخار ولایت کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د تطبیق او څارنې مسؤلینو له لوري تالقان ښار کې له قطغن لس بستریز معالجوي روغتون، افغان ترک د مور او ماشوم د ملاتړ کلینیک او همدارنګه،. . .

BACK TO NEWS