د هلمند عامې روغتیا ریاست سره د ١٧٦٤٦٠٢ افغانیو په ارزښت د یو شمېر طبي تجهیزاتو مرسته وشوه!

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۰:۴۳
moph

یاده مرسته د فاطمه خیریه بنسټ له لوري وشوه، چې په کې د معلولینو لپاره ۳۰ پایې ویلچرونه، د تنفسي ناروغانو لپاره ۳۰ پایې د اکسیجن کانسنټریټرونه (Oxygen Concentrators)، د انتاني ناروغیو د کنټرول لپاره ۲۰ عدده د الټراوایلټ وړانګو فلټرونه او د درملو دقیقه تطبیق لپاره ۲۰ عدده انفیوژن پمپونه او ۲۰ عدده سرنج پمپونه شامل دي.

د هلمند د عامې روغتیا رئیس، مولوي فضلي احمد شفیع الله د یادې مرستې له امله د فاطمه خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې دغه تجهیزات به په روغتونونو او روغتیایي مرکزونو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته او د خدماتو کیفیت لوړ کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS