د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې ۷ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او له منځه یووړل شول
د هلمند عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د ګرمسیر ولسوالۍ له بازارونو، پلورنځیو او ګودامونو څخه د روغتیایي قوانینو د تطبیق په موخه هر اړخیز نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې یې ۷ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او له منځه یووړل شول؛ څو د خلکو روغتیا خوندي شي.
