د هېواد د ستر روحاني شخصیت شیخ الحدیث خلیفه محمد شفیق فضلي له لوري د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو او کارکوونکو ته هر اړخیزه علمي، اصلاحي او تربیوي وینا وړاندې شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۱۱
MOPH

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې، چې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، امرینو او کارکوونکو ګډون کړی و، ښاغلي خليفه د انساني نفس اصلاح، زړه پاکوالي، د نیت سمون، اخلاص، تقوا، امانتدارۍ او له ګناهونو څخه د ځان ساتنې په اړه هر اړخیزه او ارزښتناکه علمي او اصلاحي وینا وړاندې کړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې د اسلامي او مسلکي مسؤلیتونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: هغه څوک چې د خلکو د خدمت په ډګر کې کار کوي، باید خپل کار یوازې د وظیفې په توګه ونه ګڼي؛ بلکې د عبادت، امانت او دیني مسؤلیت په روحیه یې ترسره کړي.

همداراز، نوموړي د نفس او زړه د پاک ساتلو پر ارزښت وینا ترسره او څرګنده یې کړه، چې د انسان ظاهري بریا هغه وخت بشپړېږي، چې له باطني اصلاح، ښو اخلاقو او پاک نیت سره مله وي او هم یې مسؤلین او کارکوونکي وهڅول، چې په خپلو چارو کې صداقت، عدالت، زغم، حوصلې او د ولس خدمت ته لومړیتوب ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۳۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د ولایتونو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو له آمرینو سره ليدنه وکړه

د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې د ولایتونو د خوړو او درملو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو له آمرینو سره ليدنه ترسره او د هغوی د کاري وضعیت، شته ستونزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۶
Background image

په بلخ، جوزجان، کندز او بغلان کې د اړمنو راستنېدونکو او بې‌ځایه شوو کورنیو د ملاتړ لپاره له WAW سره د ۱۸۹ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري بلخ، جوزجان، کندز او بغلان ولایتونو کې د اړمنو راستنو شويو او بېځايه شويو کورنيو او کوچنیانو ټولنیز او اقتصادي خوندیتوب او د هغوی حمايتي اړتياوو ته د رسېدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د معلولیت او فزیکي بیا رغونې روغتون له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني له مل پلاوي سره په ګډه د معلولیت او فزیکي بیا رغونې روغتون څخه لیدنه وکړه

په دې ليدنه کې د. . .

BACK TO NEWS