د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو تدارکاتي چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت په شتون کې د ولسوالیو په کچه د ۳۱۸ عمومي روغتونونو د جوړېدو په موخه د یوې شفافې پروسې له لارې تدارکاتي چارې پیل شوي، چې تر دې دمه د ۵۰ روغتونونو تدارکاتي پړاوونه ترسره شوي او په نږدې راتلونکي کې به یې په عملي توګه د جوړېدو چارې پیل شي.
د مالي او اداري چارو مرستیال د یادو روغتونونو د جوړېدو برخه کې د بشپړ شفافیت ډاډ څرګند او ویې وویل: ( د روغتونونو پروسه کې شفافیت او تعمیراتي برخه کې کیفیت ته ژمن یو).