د وچو مېوو پروسس‌کوونکو لپاره د خوړو خوندیتوب روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۱۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست له لوري د وچو مېوو پروسس‌کوونکو د ظرفیت لوړونې او د خوړو د خوندي صادراتي محصولاتو د ودې په موخه یو ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

په دې روزنیز پروګرام کې چې ۳۰ تنه د وچو مېوو پروسس‌کوونکو ګډون کړی و، د خوړو د خوندیتوب اصولو، پر محصولاتو د لیبل لګولو، د صادراتو او وارداتو شرایطو او ضرورتونو، د خوړو د خوندیتوب نړیوال معیارونو (کوډکس)، د وچو مېوو د پروسس معیاري طریقو او د اروپایي ټولنې د چټکې خبرتیا سیستم (RASFF) په اړه ورته اړین معلومات وړاندې شول.

د خوړو خوندیتوب لوی ریاست مسئولینو ټینګار وکړ، چې د دې ډول روزنیزو پروګرامونو ترسره کول به د صادراتي محصولاتو د کیفیت او خوندیتوب لوړولو، د تولیدوونکو د ظرفیت پیاوړتیا او په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د وچو مېوو د شتون لا پیاوړتیا په موخه دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS