د وینې مرکزي بانک خبرتیا!
د وینې مرکزي بانک هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د لوی اختر په ورځو شپو کې به د هېواد په مرکز او ټولو ولایتونو کې خپل ۲۴ ساعته خدمات په منظم او دوامدار ډول وړاندې کوي.
درنو هېوادوالو!
که د وینې اړتیا پېښه شي، کولای شئ د اړتیا پر مهال نږدې وینې بانکونو ته مراجعه وکړئ.
وینه ورکړئ، ژوند وژغورئ!
