د ټرېني ډاکترانو د څېړنیزو وړتیاوو لوړولو په موخه اووه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۵۹
moph

د عامې روغتيا وزارت د اکمال تخصص لوی رياست د ټرېني ډاکترانو د تخصصي زده کړو او علمي او څېړنیزو وړتیاوو لوړولو په موخه د وزیر محمد اکبر خان روغتون ریاست په همکارۍ، په دغه روغتون کې د څېړنیزو میتودونو (Research Methodology) په برخه کې اووه ورځنی روزنیز پروګرام تر سره کړ

په دغه روزنیز پروګرام کې د اکمال تخصص ۲۸ تنو ټریني ډاکترانو ګډون کړی و، چې موخه یې د څېړنې په برخه کې د هغوی د پوهې او مهارتونو پیاوړتیا، د علمي څېړنو له اصولو او بنسټونو سره بلدتیا او د روغتیايي څېړنو د طرحې او عملي کولو په برخه کې د وړتیاوو لوړول وو.

د یاد پروګرام په ترڅ کې استادانو د څېړنې اصول او مفاهیم، د علمي مطالعاتو ډولونه، د معلوماتو راټولولو او تحلیل لارې چارې، د پروپوزل او علمي مقالو د لیکلو طریقه او په څېړنو کې د اخلاقي اصولو سربېره نور مهم موضوعات تدریس کړل.

ګډونوالو د تدریس له کیفیت څخه د رضایت څرګندولو ترڅنګ یاد روزنیز پروګرام د خپلو څېړنیزو او مسلکي فعالیتونو د ښه والي لپاره اغېزمن وباله او د ورته روزنیزو پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS