د پالیسۍ او پلان مرستیال د کندز له والي سره وکتل

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۸ - ۱۵:۵
د پالیسۍ او پلان مرستیال د کندز له والي سره وکتل

پنجشنبه، سلواغه ٢٨/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاكتر محمد حسن غیاثي او ورسره مل ټیم یې د یوه رسمي سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته تللي دي او په یوه ناسته کې د کندز له والي ښاغلي ملا نثار احمد نصرت سره لیدنه او خبرې کړي دي.

په دغه لیدنه کې دواړه لورو د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پر ښه کولو، د روغتیایي کارکوونکو د معاشونو ورکړه، په نشه یي توکو د روږدو درملنه، باکیفیته درملو او په ځینو ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو د جوړولو په اړه خبرې وکړې او د دغه ولایت والي د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل چې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت لوړولو او د کندز خلکو روغتیایي وضعیت لا زیاته پاملرنه وکړي.

د پالیسۍ او پلان مرستیال په دغه ولایت کې د روغتیایي کارکوونکو له هلو ځلو مننه او قدر داني وکړه، ژمنه یې وکړه چې د عامې روغتیا وزارت ژمن دی څو د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت ښه کولو، د کار کوونکو معاشونو د ورکړې، په نشه یي توکو د روږدو درملنې او په دغه ولایت کې د روغتیایي مرکزونو د جوړولو په برخه کې هغه څه چې د روغتیا وزارت په توان کې دي کوټلي ګامونه به پورته کړي چې په دې برخه کې هڅې روانې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۰
Background image

د خوړو او درملو معينيت د سندونو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم ریاست د همغږۍ میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

دا غونډه د سندونو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم رئیس، مولوي محمد موسی فایق په مشرۍ د دې ریاست د آمرينو، مشاورينو او کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه، چې موخه یې د سپارل شویو چارو د پرمختګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۱
Background image

په ننګرهار کې د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوی ټریننګ حال د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت عامې روغتیا ریاست کې د یوه لوی ټریننګ حال د بنسټ ډبره کېښوده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۱
Background image

د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د AFGA مؤسسې سره د ۵۰,۹۰۰ ډالرو تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ، کابل، کونړ، پروان، کاپیسا او لوګر  ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له- Afghan Family Guidence Association  . . .

BACK TO NEWS