د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي او مل پلاوي د کونړ عامې روغتیا رئیس سره ناسته وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۰:۴۳
MOPH

دغه ناسته چې موخه یې د پولیو واکسین غوره او اغېزمن تطبیق دی، په کې د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي، د کونړ عامې روغتیا رئیس قاري مظفرخان مخلص، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو شتون درلود.

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، په نږدې او لرو پرتو سیمو کې هر ماشوم ته د پولیو واکسین پر تطبیق ټینګار وکړ او د یاد کمپاین پوښښ برخه کې یې د نیمګړتیاوو له منځه وړلو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې؛ تر څو هر ماشوم ته د پولیو واکسین تطبیق شي.

دغه راز، د کونړ عامې روغتیا رئیس په یاد ولایت کې د پولیو واکسین روان کمپاین په اړه معلومات وړاندې او خپل وړاندېزونه یې شریک کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار. . .

BACK TO NEWS