د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي کندهار ولایت ته سفر ترسره کړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۴:۴۳
MOPH

د یاد سفر په ترڅ کې ډاکټر عبدالقدوس بریالي د کلسټرونو څارونکو او ولسوالیو همغږي کوونکو د روزنیزو غونډو پرانیسته او څارنه وکړه، چې په لړ کې یې د کندهار ښار، ژړۍ، میوند، ارغنداب، معروف، غورک، تخته‌پل، سپین ‌بولدک او میانشین ولسوالیو روزنیزې غونډې شاملې دي

د دغو روزنیزو غونډو موخه د سیمه‌ییزو څارونکو او همغږي کوونکو د ظرفیتونو لوړول دي؛ تر څو زده شوي مهارتونه د لومړۍ کرښې کارکوونکو سره شریک کړي؛ چې دا کار د پولیو واکسین پروګرام د اغېز او کیفیت لوړولو لپاره ترسره کېږي.

ډاکټر بریالي له یادو روزنیزو غونډو څخه د څارنې پر مهال وویل: «څومره چې موږ د لومړۍ کرښې د کارکوونکو وړتیاوې لوړوو، هومره کولای شو د پولیو واکسین پروګرام کیفیت ښه کړو».

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۴۲
Background image

تخار ولایت کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د تطبیق او څارنې مسؤلینو له لوري تالقان ښار کې له قطغن لس بستریز معالجوي روغتون، افغان ترک د مور او ماشوم د ملاتړ کلینیک او همدارنګه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۳۷
Background image

سمنګان ولایت کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د سمنګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د یاد ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې ترسره شو، چې پایله کې یې یو روغتیایي کلینیک او دوه درملتونونه د فعالیت جواز نه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۸
Background image

د بادغیس ولایت عامې روغتیا ریاست سره د (۸٬۰۶۳٬۶۹۰) اته میلیونه، درې شپېته زره او شپږ سوه نوي افغانیو په ارزښت د (۲۰) سولري یخچالونو مرسته وشوه

دغه یخچالونه د واکسین ملي (EPI) پروګرام په همکارۍ، د دې ولایت د عام روغتیا ریاست د هڅو په پایله کې اخیستل شوي، چې د واکسینونو ساتنې سیستم پیاوړتیا او ساړه ځنځیر ښه والي په موخه به د. . .

BACK TO NEWS