د پولیو ناروغۍ تشخیصیه لابراتوار پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۳:۵۴
moph

په یاده ناسته کې د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي، د روغتیا نړیوال سازمان، مرکزي او پولیو لابراتوار استازو ګډون درلود.

په دې ناسته کې د افغانستان پولیو لابراتوار د پیاوړتیا، ظرفیت لوړونې او اړوندو تخنیکي موضوعاتو په اړه د هر اړخیز بحث تر څنګ د یاد لابراتوار د کارکوونکو روزنې، د فعالیتونو پرمختګ، شته ستونزو او حل لارو اړوند هر اړخیز  معلومات شریک شول.

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، د پولیو لابراتوار بشپړ فعالولو پر اړتیا ټینګار وکړ او دا لابراتوار یې د پولیو ویروسي ناروغۍ د تشخیص او مخنیوي برخه کې د حیاتي ارزښت په توګه یاد کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS