د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټیټوټ وړکتون څخه لس تنه کوچنیان د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول
د کوچنیانو تشویق په موخه دغو جوړو شویو مراسمو کې د پوهاند غنضفر روغتیايي علومو انسټیټیوټ رییس ډاکټر محمد قاسم عادل، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د وړکتونونو استازو او نورو ګډون کړی و.
یادو مراسمو کې د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ رییس ډاکټر محمد قاسم عادل د وړکتونونو په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او هم یې په یاد وړکتون کې د ترسره کېدونکو روزنیزو چارو د ښه ترسراوي ډاډ څرګند کړ.