د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ رئیس، دوکتور محمد قاسم «عادل» او مل پلاوي د فراه ولایت روغتیایي علومو انسټېټیوټ څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
moph

دوکتور محمد قاسم «عادل» او مل پلاوي یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو سره لیدنه کې د انسټېټیوټ ودانۍ کې یو شمېر ترمیماتو، تدریسي چارو څخه پر نظارت، د محصلینو لپاره د سپورټي او ټرانسپورټي اسانتیاوو برابرولو او د راتلونکي کال لپاره د نویو څانګو خبرې وکړې.

د یاد انسټېټیوټ ټولګي او اسکلپونو د عامې روغتیا وزارت د طرزالعمل سره سم او اداري، تدریسي او خدماتي پرسونل یې په خپل وخت دندې ته حاضر ول.

دغه سفر د انسټېټیوټ مسؤلینو له لوري روغتیایي خدماتو کیفیت لوړولو، د محصلینو علمي پرمختګ او د انسټېټیوټ د امکاناتو لا ښه والي په موخه مهم ګام وبلل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

ننګرهار او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې نظارتي ټیمونو له لوري تر سره شو، پایله کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۴۴
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتيا ریاست له لوري په ابو علي سينا بلخي حوزوي روغتون کې په عصري وسایلو سمبال د جدي پاملرنې (ICU) څانګه پرانېستل شوه

دغه څانګه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ د ۱.۶ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې په فعالیت سره به. . .

BACK TO NEWS