د پکتیا سیمه ييز روغتون له روغتیايي چارو څخه نظارت تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني په مشرۍ یو پلاوي د پکتیا د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په ملتیا د دغه ولايت له سیمه ييز روغتون له روغتیايي چارو څخه نظارت تر سره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یو شمېر ناروغانو ستونزې او شکایتونه واورېدل شول او اړوندو مسؤلینو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر د ښه والي او د ناروغانو اړتیاوو ته د لا ښه رسېدنې په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.
