د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د خصوصي روغتیايي سکټور او د مالګې د بسته بندۍ له یو شمېر کارخونو څخه نظارت تر سره شو
یاد نظارت د پکتیا ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې نظارتي تیمونو له لوري له ۱۷ بابه درملتونونو او د مالګې د بسته بندۍ له ۹ کارخونو څخه تر سره شو، چې پایله کې ۱۷ قلمه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او ۱۳۰ پاکټه بې کیفیته مالګه راټوله او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شوه.
همداراز، د درملتونونو او کارخونو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو د عامې روغتیا وزارت له اصولو سره سم فعالیتونه تر سره کړي.
