د چاپیریال روغتیا ریاست نظارتي ټیم له لورې نظارت تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست نظارتي ټیم له لوري په کابل ښار کې د غږیزې ککړتیا کموالي، هوا ککړتیا د مخنیوي او د هوټلونو، حمامونو او قصابیانو د حفظ الصحې په موخه نظارت ترسره شو
د یاد نظارت په لړ کې اړوندو مسؤلینو ته د حفظ الصحې د مراعت کولو، د غوره خدمتونو وړاندې کولو او روغتیايي کارتونو اخیستلو اړوند لازمې سپارښتنې ترسره شوې.