د کابل روغتونونو ډاکټرانو او نرسانو ته د ژوند لومړنیو مرستو (BLS) روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۲
moph

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه د کابل ولایت د یو شمېر روغتونونو ډاکټرانو او نرسانو لپاره د BLS- Basic life support (د ژوند لومړنۍ مرستندویه کړونو) په اړه یو ورځنی ښوونیز ټریننګ ترسره شو

دغه ښوونیز پروګرام د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست په تالار کې ترسره شو، چې اساسي موخه یې ناروغانو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د روغتیايي کارکوونکو د عملي مهارتونو پیاوړتیا او د کاري ظرفیت لوړول وو.

په دې روزنیز ټریننګ کې د استقلال، الشفاء، شیخ زاید، د خیرخانې ۱۰۲ بستریز، ستوماتولوژي، انتاني، اتاترک، افغان اندونیزیا، اندراګاندي، کابل امبولانس، احمدشاه بابا، رابعه بلخي، مرکزي پولي‌کلینیک او د ابن‌سینا عاجل روغتونونو څخه  ۷۵ ډاکټرانو او نرسانو ګډون کړی و، چې د لومړنیو مرستو او د زړه ـ ریوي (BLS) په برخه کې یې اړینې زده کړې ترلاسه کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS