د کابل په ځینو سیمو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۳:۳۵
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اړوند د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې مرکزي ریاست له لوري د کابل دوهمې ناحیې کارته پروان سیمه کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره کړی چې په پایله کې یې (۱۲) بابه روغتیايي کلینیکونه او کتنځایونه د اسنادو نه شتون او غیر قانوني فعالیتونو له امله وتړل شول.

دغه راز د یاد نظارت په پایله کې یوه اندازه له نیټې تېر او بې کیفیته درمل راټول او هم د یو شمېر کتنځایونو لوحې د اصلاح په موخه راښکته، د لوړ فیس اخیستو او شفري نسخو لیکلو مخنیوی وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS